د پوهنتون د رئیس پیغام

ډاکټر خیر محمد مومند: د تابش پوهنتون بنسټ ایښودونکی او اجراییه رییس

تابش پوهنتون د هېوادوالو او د سيمې د وګړو د علمي او تخصصي پرمختګ په موخه تأسيس شوی دى . ټول وګړي چې د هر قوم، سمت او کلتور څخه وي کولی شي چې تابش پوهنتون د خپلې ښې او روښانه راتلونکي لپاره انتخاب کړي .

ګرانو هيوادوالو!

افغانستان تېرو څلوېښتو کلنونو کې د جنګ او نفاق لمبو سوزولى دى، راځئ چې لاسونه سره يو کړو او د پرديو لاسونه لنډ او نفاق له منځه يوسو، او خپله سيمه په علم سنبال او له نورو هېوادونو سره علميت کې رقابت او پرمختګ وکړو تر څو چې په مونږ کې علم عام شوی نه وي دا جنګ او نفاق نه ختمېږي ، نو راځئ چې علم ته په جنګ او نفاق باندې ترجيح ورکړو !

تابش پوهنتون د ښه علم او پرمختګ زمينه برابره کړې ده ، نو راځئ چې له دې زرين چانس څخه استفاده وکړو .

همدارنګه محصلينو ته مې دا پيغام دى، چې د تابش پوهنتون له استادانو او ټولو امکاناتو څخه سالمه استفاده وکړي، درسونو ته په خپل وخت حاضر شي ، وخت بې ځايه تېر نه کړي، خپلې آیندې ته متوجه شي او د يو آزاد اسلامي او خپلواکه هېواد په جوړولو او ساتلو کې مرسته وکړي .

تابش پوهنتون ستاسې د روښانه راتلونکي يواځنۍ مرجع ده.

دوکتور خير محمد مومند

د تابش پوهنتون مؤسس او رئيس

برخه کیدل تابش پوهنتون ټولنې

! د تابش زده کړه نن تجربه کړئ