Request Information
پښتو
English
Home
About
History
Founder’s Message
Chancellor’s Message
Vice Chancellor
Vice Chancellor for Academic Affairs
Vice Chancellor for Research and Academic Journals
Vice Chancellor for Student Affairs
Vice Chancellor for Administration and Finance
Organizational Structure
Strategic Plan
Achievements
Organization Council
Academic Council
Board of Trustees
Catalogue
Academics
Department of Quality Assurance
History
Organizational Structure
Job Description
Plans
Formats and Templates
Policies & Procedures
Committees
Professional Development Center (PDC)
PDC Board
Organizational Structure
Job Description
Job Description
Plans
Extra-Curricular Events
Department of Publication and Media
Organizational Structure
Job Description
Faculties
Computer Science
Introduction
Dean’s Message
Organizational Structure
Strategic Plan
Departments
Artificial Intelligence
Information Technology
Curriculum
Lecturer Profile
Catalogues
Fee Structure
Economics
Introduction
Dean’s Message
Organizational Structure
Strategic Plan
Departments
Bachelor of Business Administration
Curriculum
Lecturer Profile
Catalogues
Fee Structure
Sharia
Introduction
Dean’s Message
Organizational Structure
Strategic Plan
Departments
Fiqah and Law
Curriculum
Lecturer Profile
Catalogue
Fee Structure
Law and Political Science
Introduction
Dean’s Message
Organizational Structure
Strategic Plan
Departments
Bachelor of Law
Political Science Department
Curriculum
Lecturer Profile
Catalogue
Fee Structure
Students
Alumni Network
Top Runners
Extra-Curricular Events
Rules & Regulations
Student Guide Books
Admissions Process
Rejoin Students Guidelines
Eligibility Criteria
News
Events
News
Facilities
Conference Hall
Library
Software House
Academic Council
Computer Lab
Degital Library
Research
Publications in National and International Journals
Authored Books
Translated Books
Tabesh International Journal of Social Sciences (TIJSS)
Tabesh National Journal of Social Science
News Detail
News Detail
د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست له لوري د تابش پوهنتون مشرتابه وستایل شوو! د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست له لوري د تابش پوهنتون رئیس پوهنیار دوکتور عبدالحمید سیرت، د څېړنې او علمي مجلو مرستیال استاد بهیر الله رحماني او د اقتصاد پوهنځي رئیس او څېړنو او علمي مجلو پخوانی مرستیال پوهنیار وسیق الله همدرد د دوی د اغېزمنو علمي خدمتونو، بریالۍ رهبرۍ، څېړنیزو نوښتونو او اکاډمیکو لاسته راوړنو له امله د هغه وياړلي او ارزښتنمن ګام له مخې، چې د تابش پوهنتون د علمي او څېړنیز بهیر د چټک پرمختګ څرګندونه کوي د ستاینلیکونو په ورکړې سره وستایل شول. د یاد ریاست له لوري دغه ستاینه د تابش پوهنتون لپاره د یو ستر ویاړ سربېره؛ د علم، څېړنې، نوښت او معیاري اکاډمیک پرمختګ پر لور د تابش د ژمنتیا روښانه ثبوت دی. تابش پوهنتون په وروستیو کې د علمي ـ څېړنیزو فعالیتونو، معیاري ژورنالونو ایجاد، د تابش پوهنتون په داخلي او نړیوال ژونالونو کې دوامداره، علمي او څېړنیزو مقالو نشرولو، دوامداره څېړنیزو - علمي اړیکو او د څېړنې د فرهنګ د پیاوړتیا په برخه کې داسې اغېزمن ګامونه پورته کړي، چې نن یې د هېواد په علمي ډګر کې ځانګړی اعتبار او مثبت رقابتي موقعیت خپل کړی دی. د «تابش ملي علمي ـ څېړنیز ژورنال» ایجاد، د دوو ګڼو معیاري چاپ، اړونده ادارتو سره شریکول او دوامداره علمي او څېړنیز خدمات د «تابش د ټولنیزو علومو نړیوال ژورنال» رامنځته کول، د معیاري ویب سایټ آنلاین کول، د نړۍ په معتبرو ډېټابېسونو کې د تابش پوهنتون نړیوال ژونال ثبت (انډیکس) کول او د لومړۍ ګڼې نشر، څېړنیزو پروژو او پالیسي سازه څېړنو د عناوینو ترلاسه کول او ترسره کول د تابش پوهنتون د علمي لیدلوري، اکاډمیک تعهد او څېړنیز نوښت ښکاره بېلګې دي. د تابش پوهنتون رهبري د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ژباړې محترم رئیس ښاغلي دوکتور حمید الله مزمل ته د هغوی د علم پالنې، همکارۍ، لارښوونو، شفقت او دوامدار ملاتړ له امله د مننې او درناوي مراتب وړاندې کوي او د هېواد د علمي او څېړنیز نظام د پیاوړتیا لپاره د خپلو ارزښتناکو هڅو د دوامداره ساتلو ژمنتیا څرګندوي. تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ نشراتو آمريت
×
Send Inquiry
I agree to share my details to the suppiler
Save