News Detail

د اقتصاد پوهنځي محصلانو ته د (Hazard and Disaster Management: Concepts and Practices) ترسرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې شو. په پيل کې د تشبثاتو ادارې څانګې آمر استاد حیات‌الله آشنا د سیمینار پر ارزښت او اهمیت خبرې وکړې. نوموړي د پروژو د تطبیق پروخت د خطراتو او پېښو د کچې کنترولول او راکمول خورا اړین وبلل او زیاته یې کړه چې محصلانو ته پکار ده چې د خطراتو او پېښو د مؤثر مدیریت لپاره اړین مهارتونه او تخنیکونه زده او پلي کړای شي. وروسته د اقتصاد پوهنځي استاد نوماند پوهنیار صلاح الدین وطن لخوا د موضوع اړوند چمتو شوی پریزنټیشن وړاندې شو. نوموړي په ( Introduction to Hazard and Disaster Management, Types of Disasters, Natural Disaster, Human made Disaster, Vulnerability, Capacity, Risk, Steps in Disaster Management and etc.…) موضوعاتو تفصیلي بحث وکړ او د سیمینار په پای کې یې د موضوع اړوند د محصلانو بېلابېلو پوښتنو ته ځوابونه وویل. تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ نشراتو آمریت
Founder Image