News Detail

د کمپيوټر ساینس پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي محصلانو او د ټولنې ځوانانو ته د (مصنوعي ځيرکتيا له اساساتو تر راتلونکي) تر سرليک لاندې علمي سیمينار وړاندې شو. ياد سیمینار چې د کمپيوټر ساینس پوهنځي رئیس، د دواړو ډیپارټمنټونو آمرینو، استادانو، محصلانو، په آنلاین بڼه د ټولنې یو شمېر ځوانانو، د بیروني علمي او تحصیلي بنسټونو یو شمېر استادانو او زده کوونکو پکې ګډون کړی وه، د قرآن عظیم‌الشأن په تلاوت سره پیل شو. د کمپيوټر ساینس پوهنځي رئیس نوماند پوهنيار عبدالجلیل دلاور د سيمينار د پرانیستې ویناء پر مهال د مصنوعي ځیرکتیا د اړتیا، اهمیت، په ورځني ژوند کې یې ارزښت او د دې اړوند د ټولنې د وګړو د پوهې کچې لوړولو په هکله خبرې وکړې. نوموړي وویل نننی سیمینار په همدغو موضوعاتو د لا ښه پوهېدو او د مصنوعي ځیرکتیا اړوند د ټولنې د وګړو د پوهې کچې لوړولو په پار تنظیم شوی. ورپسې د چک سلواکيا هېواد د سلواک په پوهنتون کې د مصنوعي ځیرکتیا د دوکتورا سکالر استاد محمد نسیم بهار له لوري له یاد هېواد څخه په آنلاين بڼه سيمينار وړاندې شو. نوموړي (د AI بنسټیز مفاهیم، د AI لنډ تاریخ، د Machine Learning ډولونه، Supervised / Unsupervised / Reinforcement Learning، Deep Learning، Neural Networks، Generative AI، Large Language Models، AI Automation، Cognitive Computing، او د AI راتلونکی او ...) موضوعات ګډونوالو ته په مفصل ډول تشریح کړل او د سیمینار په پای کې یې د محصلانو او بیروني ګډونوالو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه وویل. تابش پوهنتون هڅه کوي د ټولنې په پرمختګ کې د ونډې اخیستلو په پار له عصر سره سم د دغه ډول برنامو په تنظیمولو سره د ټولنې د وګړو د پوهې کچه لوړه کړي. تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ نشراتو آمریت
Founder Image