News Detail

د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي د حقوق او قضاء_څارنوالۍ څانګې محصلانو تر منځ (د طلاق اړوند د موافقینو او مخالفینو دلایل) تر عنوان لاندې رقابتي سیالي ترسره شوه. ياده سیالي چې پکې د حقوق او سياسي علومو پوهنځي د څانګو آمرینو، استادانو او یو شمېر محصلانو ګډون کړی وه د قرآن عظیم‌الشأن په تلاوت سره پیل شوه. د حقوق څانگې آمر استاد فتح الله محمدي د سیالۍ د پرانیستې ويناء پر مهال وویل حقوق او سیاسي علومو پوهنځی د تل په څېر هڅه کوي خپلو محصلانو ته د نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو او غیر نصابي فعالیتونو زمینه هم برابره کړي، چې محصلان وکولای شي د خپل مسلک اړوند مهارتونه زده او له فراغت وروسته په خپله کاري ساحه کې ورڅخه ګټه واخلي. ښاغلي محمدي له ټولو هغو همکارانو څخه چې د سیالۍ په تنظیم کې یې ونډه اخیستې وه د زړه له کومې مننه وکړه. وروسته سیالي د ژوري هیئت په حضور کې عملاً پیل شوه چی د دواړو څانگو څخه درې درې تنه د مذاکرې غړي او یو تن محصل د ویاند په توګه سیالي مخته يوړه. په پایله کې د ژوري هیئت د پرېکړې پر اساس د قضاء او څارنوالۍ څانگې محصلانو د یوې نمری په توپیر سره وکولای شول د دغې مذاکراتي سیالۍ ګټونکي شي. د سیالۍ په وروستۍ برخه کې گټونکې ډلې ته د تابش ملي علمي_څېړنيز ژورنال ډالۍ شو. تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ نشراتو آمريت
Founder Image