News Detail

د محصلانو معاونیت اړوند مشوره ورکونې مرکز له لوري د څلور ګونو پوهنځیو محصلانو ته د ازموینو پر مهال د اعتماد لوړولو تخنیکونه (ښه چمتوالی، ذهني سکون او د وخت اغېزمن مدیریت) تر سر ليک لاندې علمي مشورتي سیمینار وړاندې شو. ياد سيمينار چې پکې د پوهنتون مرستيالانو، د څلور ګونو پوهنځیو رئیسانو، استادانو، محصلانو او د یو شمېر بیروني علمي او تحصیلي بنسټونو استادانو او زده کړیالانو ګډون کړی وه، د قرآن عظيم الشان په تلاوت سره پیل شو. د علمي چارو مرستيال استاد ولي الله حنیفي د سیمینار د پرانیستې ویناء پر مهال د مطالعې او ازموینو ته د چمتوالي لرلو اهمیت بیان کړ او محصلان یې مطالعې او د مهارتونو زده کړې ته وهڅول. نوموړي له محصلانو وغوښتل څو د دغه سیمينار له لارې د ازموینو پر مهال پر ځان اعتماد تخنیکونه زده او پخپل ورځني ژوند کې یې پلي کړي. ښاغلي حنیفي په پای کې د سیمینار له وړاندې کوونکي استاد او مشوره ورکونې مرکز له مسؤل څخه ددغه اړین او ارزښتمن سیمینار د دائرولو په پار د زړه له تله مننه وکړه. ورپسې د استاد اسماعیل سجاد له لوري سیمینار وړاندې شو. نوموړي په ( ازموینې ته ښه چمتووالی، د ازموینې اندېښنه او نښې يې، د ازموینې د انديښنې پیدا کېدو عوامل، د ازموینې له اندېښنې څخه د خلاصون اساسي او معنوي حل لارې، د درملنې طریقې او ... ) موضوعات محصلانو ته یو په یو تشریح کړل. د يادونې وړ ده چې د سیمینار په جریان کې محصلانو خپلې پوښتنې او نظرونه هم شریک کړل. چې د سیمينار وړاندې کوونکي استاد لخوا پوښتنو ته ځوابونه وويل شول. تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ نشراتو آمریت
Founder Image