News Detail

قرباني پر هغه عاقل، بالغ او مقیم مسلمان واجب ده چې د ضرورت له شیانو پرته د نصاب اندازه مال ولري. د نصاب اندازه: نصاب هغه مال ته ویل کېږي چې ارزښت یې د شاوخوا (۵۲.۵) تولو سپینو زرو یا د هغې د بیې معادل وي. که څوک دومره مال، نغدې پیسې یا سوداګریز توکي ولري، قرباني پرې واجبېږي. د قربانۍ وخت: د لوی اختر د لومړۍ ورځې د اختر له لمانځه وروسته پیلېږي او د درېیمې ورځې تر لمر لوېدو پورې دوام کوي. د قربانۍ حیوانات او عمرونه یې: اوښ: لږ تر لږه ۵ کلن وي غوا او مېښه: لږ تر لږه ۲ کلن وي وزه او پسه: لږ تر لږه ۱ کلن وي (البته داسې قوي او ښه پسه چې د یو کلن په شان ښکاري، د شپږو میاشتو په عمر هم روا ګڼل شوی.) د قربانۍ حیوان باید څنګه وي؟ حیوان باید روغ، سالم او له ښکاره عیبونو لکه ړوندوالي، سختې ناروغۍ، ماتې پښې یا ډېرې کمزورۍ څخه پاک وي. په لویو حیواناتو کې برخه: په اوښ، غوا او مېښه کې تر اوو کسانو پورې شریکېدای شي، خو د هر شریک نیت باید د قربانۍ یا ثواب وي. د غوښې وېش: غوره ده چې غوښه درې برخې شي: ۱- د خپل کور لپاره ۲- خپلوانو او دوستانو ته ۳- بېوزلو او اړمنو خلکو ته مهمه سپارښتنه: د قربانۍ پر مهال نظافت، د چاپېریال پاکوالي او د اسلامي اصولو مراعت ته پاملرنه وکړئ، د قربانۍ د مالونو پوستکي او نور پاتې شوني په عامه لارو، کوڅو او د استوګنې ځایونو ته څېرمه مه اچوئ، چې له ناروغیو څخه خوندي پاتې شئ. اختر مو مبارک او قربانۍ مو قبولې شه! تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ نشراتو آمریت
Founder Image