News Detail

د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت له ټولو هېوادوالو، په ځانګړي ډول ځوانانو څخه د دې پیغام له لارې هیله کوو، چې د اختر خوښۍ له احتیاط او د مسؤولیت احساس سره ولمانځي. مهرباني وکړئ د اختر په ورځو کې په سیندونو، ویالو او ژورو اوبو کې له لامبو وهلو څخه ډډه وکړئ، ځکه چې هر کال په دې برخه کې د بې‌ احتیاطۍ له امله زموږ ګڼ شمېر ځوانان خپل ژوند له لاسه ورکوي او کورنۍ یې له نه جبرانېدونکي غم سره مخ کېږي. د چکر او تفریح لپاره د تګ پر مهال د ترافیکي اصولو مراعت کولو ته جدي پاملرنه وکړئ، له چټک او بې‌ احتیاطه موټر چلولو څخه ډډه وکړئ او خپل او د نورو خلکو ژوند له خطر سره مه مخ کوئ. همدارنګه د هغو پټاقیو او فشنګونو له کارولو او الوزولو څخه ډډه وکړئ چې ازاروونکي او خطرناک غږونه لري، ځکه چې دا کار نه یوازې د خلکو د ناراحتۍ سبب ګرځي، بلکې د ناوړه پېښو او زیانونو لامل هم کېدای شي. راځئ چې د اختر ورځې په خوښۍ، امن او مسؤلیت سره ولمانځو، ترڅو نه یوازې خپله خوښي خوندي وساتو، بلکې د خپلو کورنیو او هېوادوالو د خوشحالۍ سبب هم وګرځو. تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ نشراتو آمریت
Founder Image