News Detail

تابش پوهنتون فوق العاده علمي شوری په ١٤٠٥/٣/١٩ نېټه د پوهنتون رئيس پوهنیار دوکتور عبدالحمید سیرت تر مشرۍ لاندې داېره شوه. په پيل کې ښاغلي سیرت د پوهنتون په وروستیو لاسته راوړنو او پرمختګونو، پخپل وخت د چارو ترسره کولو، د وظیفوي مسؤليتونو ښه ترسره کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله خبرې وکړې. نوموړي د پوهنتون د وروستیو لاسته راوړنو او د کیفیت لوړونې د اصلاحي راپور چمتو کولو په پار د تابش له ژمن ټيم، په ځانګړې توګه علمي چارو معاونیت څخه د زړه له کومې مننه وکړه او یادې ټولې لاسته راوړنې یې د هغوی د هڅو او زحماتو پایله وبلله. ورپسې د علمي چارو مرستیال ښاغلي استاد ولي الله حنیفي د علمي شوری د فوق العاده ناستې د اجنډا مطابق ( د اصلاحي تدابيري پلان راپور، د علمي ازادۍ د پاليسۍ د نظارت راپور، د انصاف، عدالت او اخلاقي چلند پاليسۍ د نظارت راپور، د شرعياتو پوهنځي د ستراتيژيک پلان تعديل او...) موضوعات د علمي شوری غړو ته د بحث لپاره وړاندې کړل چې د شوری د غړو له هر اړخيز بحث وروسته د رايو په اساس تائید او تصويب کړل. تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ نشراتو آمريت
Founder Image