News Detail

د حقوق او سیاسی علومو پوهنځي محصلانو ته (د اغېزمنې مطالعې، ذهني تمرکز او زده‌کړیزو مهارتونو پرمختیا) تر سرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې شو. د حقوق او سیاسی علومو پوهنځي رئیس پوهنیار عبدالعزیز همت د سیمینار د ښه راغلاست او پیل ويناء پر مهال د یادې موضوع اهمیت بیان کړ او ذکر شوی سیمینار یې د محصلانو لپاره ډير اړین و باله. ورپسې د استاد فواد ارین له لوري سیمینار وړاندې شو. ښاغلي ارین "د چټک لوستلو، تمرکز ساتلو او د متن د ښه درک کولو لارې چارې، نوټ اخیستنې مشهورې طریقې، Cornell، Mind Mapping او Outline میتودونه. ډیجیټل وسایل، د اپلیکیشنونو کارونه لکه OneNote، Notion او Evernote، د حافظې پیاوړتیا، د یادښتونو بیاکتنه، د Spaced Repetition تخنیک او فلش کارډونه، اکاډمیکې لیکنې، څنګه نوټونه د مقالې، راپور یا څېړنې لپاره تنظیم شي، ګډه زده کړه، د ډلې په کچه د نوټونو شریکول او د زده کړې تبادله، ذهني تمرکز، د مطالعې پر مهال د حواسو کنټرول او د ګډوډۍ مخنیوی، عملي تمرینونه، ګډونوالو ته د نوټ اخیستنې تمرین ورکول او د پایلو پرتله کول" موضوعات په مفصل ډول تشریح کړل او محصلانو باندې یې له یادو لارو چارو یو شمېر عملاً ترسره کړې. تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ نشراتو آمریت
Founder Image