News Detail

د اقتصاد پوهنځي د تشبثاتو ادارې څانګې د محصلانو ترمنځ (Which is Better for Afghanistan Economy Agriculture or Industrialization?) ترسرلیک لاندې رقابتي سیالي ترسره شوه. سیالي د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د اقتصاد پوهنځي رئیس پوهنیار وسیق الله همدرد د رقابتي سیالۍ پر اهمیت خبرې وکړې، نوموړي د زراعت او صنعت پر اړتیا او معیاري کولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې اقغانستان د پراخه او حاصلخېزه زراعتي ځمکو په درلودلو او د اوبو او سیندونو په مدیریت کولو سره زراعتي سکتور لا معیاري او میکانیزه کولی شي چې پدې سره به د صنعتي سکتور لپاره با کیفیته او ارزانه خام مواد د اړتیا په نظر کې نیولو سره پر وخت برابر شي. د هغه په ویناء د پراخه طبیعي زیرمو شتون د صنعت د پیاوړتیا لپاره اساسي محرک دی چې خوشبختانه افغانستان غني طبیعي زیرمې لري او په دواړو سکتورونو کې د ظرفیتونو او سرچینو شتون د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا، ودې، پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره وسیع امکانات برابروي. وروسته د اقتصاد پوهنځي د محصلانو ترمنځ سیالي چې د زراعت سکتور اړوند (الف) ډلې او د صنعت سکتور اړوند (ب) ډلې محصلانو ترمنځ د ژوري هیئت په حضور کې پیل شوه. د سیالۍ په لومړۍ برخه کې هرې ډلې د موضوع اړوند( د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره کوم سکتور غوره انتخاب دی؟ ) عمومي نظریات شریک کړل، د سیالۍ په دویمه برخه کې د سیالو ډلو تر منځ مناقشه او مباحثه ترسره شوه چې د یو بل پوښتنو، نیوکو او وړاندیزونو ته یې منطقي او د قناعت وړ ځوابونه وویل. په پایله کې د ژوري هیئت له لوري د صنعت سکتور اړوند (ب) ډلې محصلین د سیالۍ ګټونکي او د زراعت سکتور اړوند (الف) ډلې یو تن محصل د غوره ویناوال او سیالي کوونکي په توګه اعلان شول، د سیالۍ په پای کې د دواړو ډلو محصلین د ستاینلیکونو په ورکړې سره تشویق او وستایل شول. تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ نشراتو آمریت
Founder Image