News Detail

د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګې محصلانو تر منځ (په نړیوال سیاست کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر عنوان لاندې سیالي ترسره شوه. دغه سیالي چې پکې د یاد پوهنځي د څانګو آمرینو، استادانو او یو شمېر محصلانو ګډون کړی وه د قرآن عظیم‌الشأن په تلاوت سره پیل شوه. د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګې آمر دوکتور لطف الله عزيزي د سیالۍ ګډونوالو ته د ويناء پر مهال وویل د حقوق او سیاسي علومو پوهنځی د محصلانو د نظري زده کړو تر څنګ عملي زده کړو او غیر نصابي فعالیتونو ته هم ژمنتیا لري او تل خپلو محصلانو ته دغه ډول غیر نصابي فعاليتونه او برنامې په لاره اچوي. ښاغلي عزیزي له ټولو هغو محصلانو څخه چې د برنامي په ترسره کولو کې یې فعاله ونډه اخیستې وه د زړه له کومې مننه وکړه. ورپسې ښاغلي عزیزي د برنامې د لارښود استاد په توګه محصلانو ته د برنامې لارښوونه وکړه او د ژوري هیئت د معرفت تر څنګ یې د نمرو ورکولو معيارونه محصلانو ته روښانه کړل. په دې سیالۍ کې د سیاسي علومو د څانګي شپږم سمستر څخه (۴) تنو محصلینو او همدارنګه د اووم سمستر څخه (۴) تنو محصلینو ګدون کړی وو. وروسته سیالي د دواړو ډلو تر منځ عملاً پیل شوه چې په پایله کې د ژوري هیئت لخوا د دواړو ډلو ځوابونه ارزیابي او د شپږم سمستر محصلین د سیالۍ ګټونکي اعلان شول او ګټونکې ډله په ډالیو ونازول شوه. تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ نشراتو آمريت
Founder Image