News Detail

ملاریا یوه پرازیتي ناروغي ده چې د اخته انوفیل (Anopheles) غوماشي د چیچلو له لارې انسانانو ته لېږدېږي. دا ناروغي په ځانګړي ډول په ګرمو موسمونو او هغو سیمو کې زیاته لیدل کېږي چې د غوماشو د تکثیر لپاره مناسب چاپېریال ولري. د ملاریا ناروغۍ مهمې نښې: لوړه تبه او لړزه د سر درد د عضلاتو او بندونو درد ډېر خوله کېدل ستړیا او کمزوري زړه بدوالی او کانګې د مخنیوي لارې: د ماشلومو (پشه خانو) کارول د کورونو او شاوخوا سیمو پاک ساتل د ولاړو اوبو له منځه وړل د غوماشو ضد درملو او سپرېو کارول د ناروغۍ د نښو په څرګندېدو سره روغتیايي مرکز ته مراجعه کول د یادونې وړ ده چې د ملاریا درملنه پر وخت تشخیص او مناسبې درملنې په وسیله په بشپړ ډول ترسره کېدای شي. راځئ د وقایوي تدابیرو په عملي کولو او د عامه پوهاوي په لوړولو سره د دې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیسو او د یوې سالمې ټولنې په جوړولو کې خپله ونډه ادا کړو. تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ نشراتو آمریت
Founder Image