News Detail

د تابش پوهنتون رهبرۍ، استادانو او کارکوونکو ته د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې د يوولس اصلي او ٤٠ فرعي معیارونو د تفسیر او تشریح شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېده. د پوهنتون رئیس پوهنیار دوکتور عبدالحمید سیرت د ورکشاپ د رانغاړنې ویناء پر مهال وویل تابش پوهنتون د کیفیت تضمین پروسې ته چې، یوه ملي پروسه ده خورا ارزښت ورکوي او له همدې امله توانېدلی چې د یادې پروسې د دویمې او درېیمې مرحلې د بشپړولو لپاره، له چمتو والي څخه د ليدنې مرحله تېره کړي او راتلونکې مرحلې ته د چمتو والي په حال کې دی. نوموړي د کیفیت تضمین په (١١) اصلي او (٤٠) فرعي معيارونو باندې بشپړه پوهه لرل د ټولو کارکوونکو لپاره اړین وبلل او هیله یې څرګنده کړه چې هغه خلاوې، پېچلتیاوې او پوښتنې به د دې ورکشاپ په ترڅ کې حل شوې وي چې استادان او کارکوونکي ورسره تر دې وړاندې مخ ول. ښاغلي سیرت همدا راز د تابش پوهنتون د بشپړ اکاډمیک اعتبار تر لاسه کولو لپاره له ټولو استادانو او کار کوونکو وغوښتل چې خپلې چارې په خورا دقت سره پر مخ یوسي. په دغه شپږ ورځني ورکشاپ کې د علمي چارو مرستيال استاد ولي الله حنیفي له لوري د کیفیت لوړونې (١١) اصلي، (٤٠) فرعي معیارونه، (١٤٢) شاخصونه او (٣٣٧) موارد او اسناد یو په یو تشریح او تفسیر شول، د ورکشاپ په جریان کې د ګډونوالو پوښتنې ځواب او پیچلتیاوې ورته واضح کړای شوې. د ورکشاپ په پای کې ګډونوالو ته د رهبرۍ غړو په لاسونو په یاد ورکشاپ کې د ګډون تصدیقونه وویشل شول. ورکشاپ د اختتامیې دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده. تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ نشراتو آمریت
Founder Image