News Detail

د کمپيوټر ساینس پوهنځي محصلانو ته د (The Role of online platforms in Modern Education) تر سرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې شو د یاد پوهنځي رئیس نوماند پوهنیار عبدالجلیل دلاور د سیمینار د پرانيستې ويناء پر مهال په زده کړییز سیستم کې د آنلاین پلټفارمونو رول اړوند خبرې وکړې او د یادو پلټفارمونو په اړه یې د محصلانو پوهاوی او پکې مهارت تر لاسه کول خورا اړین وبلل. ورپسې د کمپيوټر ساينس پوهنځي استاد نوماند پوهنیار نبي الله ذهین له لوري سیمینار وړاندې شو. نوموړي "Introduction, Easy Access to Education, Flexible Learning, Interactive Learning Experience,Popular Online Platforms, Challenges of Online Education, Future of Online Education" موضوعات محصلانو ته تشريح کړل او د یادو موضوعاتو اړوند يې د محصلانو بېلابېلو پوښتنو ته ځوابونه وویل. تابش پوهه، نوښت او پرمختګ نشراتو آمريت
Founder Image