News Detail

کانګو یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده چې د څارویو پر بدن د کنو (Ticks) له لارې انسانانو ته لېږدېږي. دغه ناروغي په ځانګړي ډول د اختر په ورځو او د څارویو د حلالولو پر مهال د خپرېدو زیات خطر لري. د کانګو ناروغۍ مهمې نښې: ناڅاپي لوړه تبه د سر او عضلاتو شدید درد ستړیا او کمزوري زړه بدوالی او کانګې د پوزې، خولې او یا د بدن له نورو برخو وینه بهېدل د مخنیوي لارې: له څارویو سره د تماس پر مهال دستکشې او محافظتي جامې کارول د څارویو پر بدن د کنو له منځه وړل د ناروغو یا مشکوکو څارویو له وینې او غوښې سره له مستقیم تماس څخه ډډه کول د څارویو د حلالولو پر مهال روغتیايي سپارښتنې مراعاتول د ناروغۍ د نښو په څرګندېدو سره ژر تر ژره روغتیايي مرکز ته مراجعه کول د یادونې وړ ده چې کانګو یوه جدي ناروغي ده، خو د وقایوي تدابیرو په مراعاتولو او پر وخت تشخیص سره یې د خپرېدو او خطر مخنیوی کېدای شي. راځئ د عامه پوهاوي په لوړولو او روغتیايي لارښوونو په عملي کولو سره د خپلې کورنۍ او ټولنې روغتیا خوندي وساتو. تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ نشراتو آمریت
Founder Image