News Detail

د تابش پوهنتون او په کاناډا هېواد کې (Lumo365 Consultancy Inc)ادارې ترمنځ د معلوماتي ټکنالوژۍ، مسلکي روزنې او علمي پرمختګ په موخه پر لیکه (آنلاین) بڼه د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. ياد هوکړه لیک د تابش پوهنتون د رئیس دوکتور عبدالحمید سیرت او د Lumo365 Consultancy Inc ادارې له رئیس انجينر نور احمد نور ترمنځ لاسلیک شو، چې موخه یې د دواړو بنسټونو ترمنځ د علمي، تخنیکي او مسلکي همکاریو پراختیا او پیاوړتیا ده. د دې هوکړه لیک له مخې به دواړه لوري د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د معیاري او لنډمهاله برنامو وړاندې کولو، د ځوانانو د تخنیکي مهارتونو لوړولو، د نړیوالو تصدیق شویو ازموینو لپاره د ازموینې مرکز (Test Center) رامنځته کولو، د مسلکي IT کورسونو او نړیوالو تصدیقونو د ازموینو تنظیمولو، د ګډو نصابونو د پراختیا، د روزونکو د ظرفیت لوړونې او د ټکنالوژۍ اړوند ورکشاپونو، سیمینارونو او کنفرانسونو د جوړولو په برخو کې له یو بل سره همکاري کوي، چې ډېر ژر به یادې برنامې پیل شي. تابش پوهنتون باور لري چې دغه هوکړه لیک به د محصلانو، فارغانو او ټولنې ځوانانو لپاره د عصري ټکنالوژۍ د زده کړې، نړیوالو تصدیقونو او مسلکي مهارتونو د ترلاسه کولو نوي فرصتونه برابر کړي او د هغوی د علمي او مسلکي ودې لامل به شي. د هوکړې دواړو لورو د هوکړه لیک په تطبیق کې د خپلې ژمنتیا ښودلو تر څنګ هیله څرګنده کړه چې د ګډو همکاریو دغه هوکړه به د بشري ظرفیتونو د پیاوړتیا او علمي پرمختګ لپاره اغېزمنې پایلې ولري. تابش پوهه، نوښت او پرمختګ نشراتو آمریت
Founder Image