News Detail

د تابش پوهنتون او جوانمردان ووشو اکاډمۍ تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. ياد هوکړه لیک چې د تابش پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي شمس الحق ثاقب او جوانمردان ووشو اکاډمۍ د مسؤل ښاغلي سلیمان قریشي لخوا لاسلیک شو، له مخې به يې ياده اکاډمي د پوهنتون تبلیغاتو او عامه پوهاوي، د استادانو او محصلانو لپاره د اوشو لوبو په برخه کې ځانګړی امتیاز، محصلانو ته د تمرین، سیالیو او روزنې امکانات برابرولو، د اړتیا په صورت کې د سپورتي فعالیتونو لپاره پوهنتون ته د خپلو امکاناتو په واک کې ورکولو او نورو برخو کې له تابش پوهنتون سره همکاري کوي. همدرانګه تابش پوهنتون به د یادې اکاډمۍ لوبغاړو ته د لوړو زده کړو په برخه کې ځانګړی تخفیف ورکوي او د اړتیا په صورت کې به خپل بېلابېل امکانات یادې اکاډمۍ ته په واک کې ورکوي. په پای کې دواړو لورو د هوکړه لیک په تطبیق کې خپله ژمنتیا څرګنده کړه. تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ نشراتو آمریت
Founder Image