News Detail

د شرعیاتو پوهنځي محصلانو ته (په اسلامي شریعت کې کسب او کار) تر سرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې شو په پیل کې د شرعیاتو پوهنځي رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د سمینارونو او روزنیزو برنامو په ارزښت او اهمیت او د یاد پوهنځي د ظرفیت لوړونې برنامو اړوند خبرې وکړې او د محصلانو حضور یې پکې اړین وباله ورپسې د شرعیاتو پوهنځي استاد اسماعیل شهزاد له لوري سیمنیار وړاندې شو. نوموړي په "د کسب او کار پېژندنه، د اسلامي شريعت په رڼا کې کسب او کار، په اسلامي شريعت کې د کسب او کار اهميت، په اسلامي شريعت کې د کسب او کار کولو حکم، انبياء عليهم السلام او کسب او کار، صحابه کرام، ځينې امامان او کسب او کار، په اسلامي شريعت کې د کسب او کار اداب او ...) موضوعاتو تفصیلي بحث وکړ او د موضوع اړوند یې د محصلانو پوښتنو ته ځوابونه وویل. تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ نشراتو آمريت
Founder Image