News Detail

ریبز یا د لیوني سپي لخوا داړل کېدل یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده چې د اخته حیوان د چیچلو، ګرولو او یا د هغه د لاړو له لارې انسانانو ته لېږدېږي. سپي د دې ناروغۍ د لېږد تر ټولو عامه سرچینه ګڼل کېږي. د ریبز ناروغۍ مهمې نښې: تبه او د سر درد د چیچل شوي ځای درد او خارښت بې قراري او اضطراب د اوبو له څښلو وېره د ستوني او عضلاتو تشنج د شعور ګډوډي او فلج د مخنیوي لارې: د سپیو او نورو کورنیو حیواناتو واکسین کول له کوڅه ډبو او مشکوکو حیواناتو څخه ځان ساتل د حیوان د چیچلو په صورت کې زخم ژر تر ژره په صابون او پاکو اوبو مینځل د چیچلو له پېښې وروسته سمدستي روغتیايي مرکز ته مراجعه کول د روغتیايي کارکوونکو د سپارښتنو له مخې د ریبز واکسین ترلاسه کول د یادونې وړ ده چې ریبز د نښو له څرګندېدو وروسته ډېری وخت د مرګ لامل ګرځي، خو که د حیوان له چیچلو وروسته پر وخت وقایوي اقدامات او واکسین ترسره شي، د ناروغۍ مخنیوی په بشپړ ډول ممکن دی. راځئ د عامه پوهاوي په لوړولو او وقایوي تدابیرو په عملي کولو سره د دې خطرناکې ناروغۍ مخه ونیسو تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ نشراتو آمریت
Founder Image