News Detail

د علمي څېړنو، روغتيايي خدمتونو د ښه والي او اکاډميکو بنسټونو او روغتيايي ادارو ترمنځ د همکاريو د پراختيا په موخه، د تابش پوهنتون او ننګ روغتون ترمنځ د يوې مهمې څېړنيزې پروژې هوکړه ليک لاسليک شو. ياده څېړنيزه پروژه "په ننګ روغتون کې د ناروغانو د رضايت کچې معلومول" تر سرلیک لاندې د ننګ روغتون له لوري اعلان ته سپارل شوې وه، چې د يادې پروژې لپاره د بېلابېلو علمي او تحصيلي ادارو له خوا پروپوزلونه وړاندې شول. د پروپوزلونو له ارزونې او علمي بررسۍ وروسته، د تابش پوهنتون له لوري وړاندې شوی پروپوزل د ننګ روغتون د ادارې لخوا تائيد او د دواړو لورو ترمنځ د پروژې د عملي کولو هوکړه ليک لاسليک شو. ياد هوکړه ليک د تابش پوهنتون په استازولۍ د څېړنو او علمي مجلو مرستيال بهيرالله رحماني او د ننګ روغتون په استازولۍ د یاد روغتون مرستيال اميد احمد حامد له لوري لاسليک شو. دغه څېړنيزه پروژه د روغتيايي خدمتونو د کیفیت د ارزونې، د ناروغانو د ستونزو او غوښتنو د معلومولو، او د روغتون د خدمتونو د لا معياري کولو په موخه ترسره کېږي. په معاصرو روغتيايي نظامونو کې د ناروغانو رضايت د روغتيايي خدماتو د کیفیت يو مهم معيار ګڼل کېږي، ځکه چې د ناروغانو نظرونه او تجربې د روغتونونو د فعاليتونو او د روغتيايي کارکوونکو د خدمتونو واقعي انځور وړاندې کوي. د همدې ارزښت له مخې، دا څېړنه به په علمي او منظم ډول د ناروغانو د رضايت کچه وڅېړي او هغه عوامل به مشخص کړي چې د ناروغانو په خوښۍ او ناخوښۍ اغېزه لري. د يادې پروژې په ترڅ کې به د روغتون د خدماتو بېلابېل اړخونه لکه د ډاکټرانو او نرسانو چلند، د خدماتو سرعت، د انتظار وخت، د درملو شتون، د روغتون چاپېريال، پاکوالی، د مراجعينو سره اخلاقي او انساني چلند او نور اړوند موضوعات و ارزول شي، چې د روغتيايي خدماتو د لا ښه والي لپاره به پکې عملي او اغېزمن وړانديزونه وشي. دا څېړنيزه پروژه نه يوازې د روغتون د ادارې لپاره ارزښتناک معلومات برابروي، بلکې د روغتيايي سکتور د پاليسۍ جوړونکو، څېړونکو او علمي بنسټونو لپاره به هم مهمه علمي سرچينه وي. طمع ده چې د دې څېړنې پايلې به د روغتيايي خدمتونو د کیفیت د لوړولو، د ناروغانو د باور د پياوړتيا او د روغتون د خدماتو د معياري کولو په برخه کې مثبتې اغېزې ولري. موږ باور لرو چې د پوهنتونونو او روغتيايي ادارو ترمنځ دا ډول علمي همکارۍ د ټولنې د پرمختګ، د څېړنيز فرهنګ د ودې او د علم پر بنسټ د پرېکړو د رامنځته کولو لپاره مهم ارزښت لري. د تابش پوهنتون اداره د دې مهمې پروژې د پيل او د هوکړه ليک د لاسليک له امله د تابش پوهنتون او ننګ روغتون ټولو مسؤلينو، استادانو، روغتيايي کارکوونکو او د پروژې د ټيم غړو ته مبارکي وايی او هيله څرګندوي چې دا ډول علمي او څېړنيزې همکارۍ به په راتلونکي کې لا پراخې او پياوړې شي. تابش، پوهه، نوښت او پرمختګ نشراتو آمریت
Founder Image