News Detail

د شرعیات او حقوق_سیاسي علومو پوهنځي محصلانو ته د ننګرهار عدليې رياست مسؤولينو له لوري «حقوقي مرستو ته لاسرسی، د عدليې وزارت پېژندنه، خدمتونه او په حقوقي نظام کې يې رول» تر سرلیک لاندې د حقوقي عامه پوهاوي روزنيزه برنامه ترسره شوه. ياده برنامه د ننګرهار عدليې رياست د حقوقي مرستو او مدافع وکيلانو آمريتونو له لوري د تابش پوهنتون د غونډو په تالار کې د شرعیات او حقوق_سياسي علومو پوهنځيو ګڼ شمېر محصلانو ته وړاندې شوه. په دې روزنيزه برنامه کې د عدليې وزارت د جوړښت، تاريخي سير، دندو او خدمتونو په اړه معلومات وړاندې شول، همدارنګه د افغانستان په حقوقي نظام کې د ياد وزارت پر رول هم رڼا واچول شوه. د برنامې په جریان کې محصلانو د موضوع اړوند پوښتنې هم مطرح کړې، چې مسؤولينو ورته مناسب او قانع کوونکي ځوابونه وویل. تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ نشراتو آمريت
Founder Image