News Detail

توبرکلوز یوه ساري ناروغي ده چې زیاتره د سږو له لارې انسانان اخته کوي او د ناروغ د ټوخي، پرنجي او خبرو پر مهال نورو ته لېږدول کېدای شي. د توبرکلوز مهمې نښې: له دوو اوونیو څخه زیات دوامداره ټوخی تبه او د شپې لخوا خوله کېدل د وزن کمېدل ستړیا او کمزوري د سینې درد او کله ناکله وینې لرونکی بلغم د مخنیوي لارې: د ناروغۍ د نښو په څرګندېدو سره ژر تر ژره نږدې روغتیايي مرکز ته مراجعه کول د ټوخي او پرنجي پر مهال خوله او پوزه پوښل د استوګنې اطاقونو مناسب هوايي جریان د ناروغۍ، پر وخت تشخیص او بشپړه درملنه د یادونې وړ ده چې توبرکلوز د تشخیص او منظمې درملنې په وسیله په بشپړ ډول رغېدونکې ناروغي ده. راځئ د عامه پوهاوي په لوړولو او د وقایوي سپارښتنو په عملي کولو سره د دې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیسو. تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ نشراتو آمریت
Founder Image