News Detail

تابش د ټولنیزو علومو نړیوال ژورنال د تحریر هیئت مجلس د ژورنال سر دبیر، مسؤل مدیر او ياد هیئت د غړو په شتون کې ترسره شو د پوهنتون رئیس او ياد ژورنال سردبیر پوهنیار دوکتور عبدالحمید سیرت د مجلس د پرانیستې ویناء پر مهال خوښي څرګنده کړه چې تابش د ټولنیزو علومو نړیوال ژورنال دویمې ګڼې لپاره (٢٠) څېړنیزې مقالې تر لاسه شوي، چې له دې جملې (٨) اته يې داخلي او (١٢) يې د بیروني بېلابېلو امارتي او خصوصي پوهنتونونو د استادانو او څېړونکو لخوا ترسره شوي او د نشر په موخه د ژورنال مدیریت ته راستول شې دي. نوموړي همدارنګه د لوړو زده‌کړو وزارت د تألیف او ژباړې ریاست څخه د څېړنو په برخه کې د پوهنتون د وروستیو لاسته راوړنو او پرمختګونو د ستایلو په پار مننه وکړه او ډاډ يې څرګند کړ چې په نږدې راتلونکي کې به تابش پوهنتون د څېړنو په برخه کې لا نورې لاسته راوړنې او پرمختګونه ولري. ښاغلي سیرت د هيئت له غړو وغوښتل چې د ژورنال اعتبار، کیفیت او د مقالو ګټورتیا او اغېزمنتیا ته په کتلو د ژورنال دویمې ګڼې لپاره مقالې تائید کړي. ورپسې د څېړنو او علمي مجلو مرستیال ښاغلي بهيرالله رحماني د تابش ټولنیزو علومو نړیوال ژورنال په هکله د هیئت غړو ته مفصل معلومات وړاندې کړل. وروسته د مجلې مسؤل مدیر پوهنيار وسیق الله همدرد له اجنډا سره سم بېلابېل موضوعات چې د علمي مقالو د ارزونې فورمه او د ژورنال دویمې ګڼې لپاره راغلې ٢٠ مقالې پکې شاملې وې د هیئت غړو ته د بحث لپاره وړاندې کړل چې د هيئت د غړو لخوا د موضوعاتو اړوند لازمې پرېکړې وشوې د يادونې وړ ده چې تابش د ټوليزو علومو نړیوال ژورنال د لوړو زده کړو وزارت لخوا په (REG Code: RCTD PIJR- 0032-26) ګڼه مجوز تر لاسه کړی او لومړۍ ګڼه يې د (٥) پنځو مقالو په لرلو سره نشر شوې. ياد ژورنال له (١٩) نولس نړیوالو پلټفارمونو او ډېټابېسونو سره ثبت (Index) دی چې د ژورنال د اعتبار او مقالو د لیدل کېدو په برخه کې خورا ارزښت لري تابش پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د اصولو او کیفیت لوړونې په اساس څېړنې ته خورا اهمیت ورکوي او د هېواد د څېړنیز پرمختګ لپاره په دې برخه کې لا زیات کار ته ژمنتیا لري. تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ نشراتو آمریت
Founder Image