د تابش پوهنتون پېژندنه

تابش پوهنتون په ١٣٨٨ هـ.ل کال کې د افغانستان لوړو زده کړو وزارت سره په ۲۱ مه ګڼه ثبت او راجستر شو او په کابل ښار کې یې په فعاليت پيل وکړ، چې څلور پوهنځي (حقوق او سیاسي علوم، اقتصاد، شرعیات او ژورنالېزم) لري.

تابش پوهنتون په کال ۱۳۹۱ هـ.ل کې خپله لومړنۍ څانګه په میدان وردګو ولایت کې پرانیسته.

د رهبرۍ او علمي کادرونو په هڅو په ۱۳۹۵ هـ.ل کال کې يې د لوړو زده کړو وزارت له ارزيابۍ څخه وروسته په برياليتوب سره د پوهنتون سويې ته ارتقاء وکړه، چې په کال ۱۴۰۱ هـ.ل کې له کابل څخه ننګرهار ولایت ته انتقال شو.

تابش پوهنتون په یادو څلورو پوهنځیو کې سلګونه نارينه او ښځينه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

تابش پوهنتون د محصلينو د ښې روزنې لپاره کادري استادان، ښه درسي ماحول، مجهزه کتابخانه، کمپوټر خونه او نور سهولتونه برابر کړي دي.

دغه پوهنتون باور لري چې هېواد د تعلیم او تحصیل له لارې د سیالۍ هر ډګر تود ساتلی شي؛ نو د هېواد د سرلوړۍ لپاره يې دغه باورمنه لاره غوره کړې ده.

د پوهنتون د زده کړې لپاره د هڅونې اسانتیاو رامینځته کول

په تابش پوهنتون کې، پوهه له فرصتونو سره یو ځای کیږي، د افغان ځوانانو راتلونکې په هدف او ژمنې سره جوړوي

2016 د تابش پوهنتون لپاره یو استثنایی پړاو په نښه کړ، ځکه چې دا د پوهنتون حیثیت ترلاسه کړ، د اکادمیک لوړتیا لوړو معیارونو ته د نوي ژمنې سمبول او د افغانستان د تعلیمي منظرې بدلول.

برخه کیدل تابش پوهنتون ټولنې

! د تابش زده کړه نن تجربه کړئ